د ایران او تاجیکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړل

لخوا Aamaj News

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې سره وکتل او په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو پر شتون او فعالیت اندېښنه څرګنده کړل.

دا غونډه پرون (سه‌شنبه، سنبلې ۲۸مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوي وو.

د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د ترهګرو پر شتون او فعاليت د اندېښنې په څرګندولو سره، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په موخه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډو غونډو پر جوړېدو ټينګار وکړل.

له بلې خوا د ايران او تاجیکستان ولسمشرانو د لوړې کچې د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو او په نړيوالو سازمانونو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر زياتوالي ټينګار وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران، پاکستان، تاجکستان، روسیې او هند د طالبانو له واکمنیدو وروسته د نشه‎يي توکو د قاچاق او د ترهګرو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې دي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د داعش شاوخوا شپږ زره جنګیالي شتون او فعالیت لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ