د ۱۲هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه سیستماتیک تبعیض دی

لخوا Aamaj News

د ۱۲هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنې په څرګنډولو سره له طالبانو غوښتې چې ژر تر ژره دې په دغه هېواد کې له بشري‌حقونو او مذهبي‌آزادیو څخه سرغړونې پای ته ورسوي.

دا غونډه پرون (سه‌شنبه د سنبلې ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.

دغه غونډه د البانیا، بلجیم، کیپ‌ورد، کوسټاریکا، کروشیا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، لیخټینشټاین، لوګزامبورګ، مالتا او هسپانیې هیوادونو په ګډون «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض سره د سیستماتیک مبارزه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د دوی د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یو لړ فرمانونو په صادرولو سره د دغه هېواد ښځې او نجونې په تدریجي ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.

د اعلامیې پر بنسټ، د «افغان ټولنې څخه د ښځو د ایستلو» لپاره د طالبانو کړنې په نړۍ کې بې ساري دي.

د ۱۲هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په تېر کال کې په افغانستان کې له هرو دوو مېرمنو څخه یوه یې له فزیکي، جنسي یا کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ده.

دوی د دې وضعیت اغیزې د ښځو او نجونو پر رواني روغتیا ویجاړونکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره باید حساب کتاب وشي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ د تامین لپاره د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي ډلو او اقلیتونو په بشپړ ګډون سره یوه ټول‌شموله سیاسي پروسه اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان او بهر کې د ښځو د حقونو فعالانو له جرمني او نورو لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیتي‌آپارتاید په رسمیت وپېژني.

خو طالبانو په وار وار ویلي چې دوی د «شريعت په چوکاټ» کې د زده‌کړې او کار کولو په برخه کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Online Qur\an Radio - Quran in Malayalam November 5, 2023 - 6:01 am

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب

یو نظر پریږدئ