بریتانیا: طالبانو بدلون نه دی کړی او افغانستان له ویجاړونکي انساني ناورین سره مخ دی

لخوا Aamaj News

د سویلي آسیا او ګډو ګټو لرونکو هېوادونو لپاره د بریتانیا وزیر طارق احمد یو مطلب کې د افغانستان په اړه ليکلي چې افغانستان کې د طالبانو د وی کال کړنې ښایي چې دوی بدلون نه دی کړی او افغانستان له ویجاړونکي انساني ناورین سره مخ دی.

احمد په دې مطلب کې د افغانستان روان وضعیت خواشینوونکی بللی او ویلي یې دي «په ټولو افغانستان کې د افغانستان بشري حقونو وضعیت ترینګلتیا یو خواشینوونکی حقیقت دی، خو موږ باور لرو تر څو ډاډ ومومو چې د دې هېواد شل کاله لاسته راوړنې بې‌ځایه نه دي.»

د بریتانیا یاد وزیر زیاته کړې «د دې سربېره چې طالبانو هېڅ ډول بدلون نه دی کړی، خو دا حقیقت باید ومني چې نن افغانستان او خلکو یې بدلون کړی دی.»

د سویلي آسیا او ګډو ګټو لرونکو هېوادونو لپاره د بریتانیا وزیر ټینګار کړی؛ چې یاد هېواد له خپلو نړیوالو شریکانو سره پر طالبانو فشار راوړي چې بشري حقوق رعایت، د ښځو آزادیو، نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه نه ورکولو او د بیان آزادۍ ممنوعیت څخه لا س په سر شي.

نوموړي همداشان ټينګار کړی، چې دندو ته د افغان مېرمنو او ښوونځیو ته د ټولو نجونو بیا ستنېدل یو لومړیتوب دی.

د سویلي آسیا او ګډو ګټو درلودونکو هېوادونو لپاره د بریتانیا وزیر له افغانستان سره د دې هېواد ۲۸۶ میلیون پونډ بشردوستانه مرستو ته په اشارې سره یو ځل بیا ټينګار کړی چې افغانستان له یو «ویجاړونکي انساني ناورین» سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې چې بریتانیا به د افغانستان میلیونونه عادي وګړي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي هېر نه کړي او د دې هېواد خلک ته ډاډ ورکوي چې له دوی سره د بریتانیا ژمنه لا هم قوي ده.

د یاد بریتانیایي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له ښځو ټولې مدني او سیاسي آزادۍ اخیستې دي او د نړۍ هېڅ اصولو ته ژمن نه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ