سرچینې آماج ته وایي، چې ایران کې ناپېژنده کسانو د یو افغان ۱۵ کلن کډوال نوي ځوان خېټه شکولې او په ډېر ظالمانه بڼه یې د بدن غړي ورڅخه ویستلي دي.
دا پېښه (شنبه د غبرګولي ۶مه) د شېراز په مردشت کې شوې ده.
د محمد رامین خپلوان وایي، چې نوموړی د شېراز په مردشت سیمه کې د شپې لخوا خپل کار ځای کې په خورا بده بڼه، په وهلو ټکولو او د پر سر د چاقو په وهلو سره په قتل رسېدلی دی او وروسته یې د بند ټول غړي بهر کړل شوي دي.
د دې نوي ځوان د خپلوانو په وینا؛ خو روغتیاپالانو د محمد رامین د مړینې لامل سکته اعلام کړې ده.
آماج ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې د نوموړي خېټه له شکولو وروسته ګنډل شوې ده، د محمد رامین په سر او مخ کې د وهلو او ټکولو اغېزې هم لیدل کېږي.
محمد رامین د تخار ولسوالۍ د ینګيقلغه ولسوالۍ د کفتر علي سیمې اوسېدونکی دی او شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې له خپل ورور سره شېراز ته تللی وو او یوه مزرغه کې په کار بوخت وو.
د نوموړي خپلوان ادعا کړي؛ چې د دې نوي ۱۵ کلن ځوان قتل وړاندې پلان شوی او په ماهرانه ډول ترسره شوی دی.
له سرچینو څخه په نقل قول سره؛ د محمد رامین د کار صاحب لومړۍ له دې پېښې خبر، وروسته پولیسو، روغتون او په پای کې یې ورور ته خبر ورکړی دی.
د محمد رامین کورنۍ د ایران له دولت څخه په نیوکې سره وایي، چې دې هېواد حتی د نوموړي د مړي د لېږدولو لپاره دوی ته یو امبولانس هم نه دی ورکړی او دوی په شخصي پیسو سره مړی افغانستان ته رالېږدولی دی.
د دې قتل لامل تر اوسه څرګند نه دی.د ایران پولیسو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.