د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د رجب طیب اردوغان د بریالي کېدو په مناسبت د مبارکۍ یو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان خلکو «اصلي غوښتنه» هم «یو منتخب ولسواک نظام» دی او د ورته نظام له شتون پرته به هېڅکله د افغانستان کړکېچ حل نه شي.
د افغانستان ژغورلو لپاره د ملي مقاومت شورا په یوه بیانیه کې زیاته کړې ده: «تمه لرو د ترکیې دولت هم به هغې هېواد کې د ولسواکۍ بیا راستندېدو لپاره د افغانستان خلکو اصلي غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.»
د مقاومت شور د طالبانو هغه یو شمېر مخالفو څېرو په رهبرۍ چې اوس ترکیه کې اوسېږي، ویلي چې ښاغلی اردوغان پر افغانستان د «طالبانو جابرانه واک له امله د نامطوب وضعیت» څخه په درک سره، چې د ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان زیات شمېر وګړو د کډوالېدو لامل شوی، پناهغوښتونکو ته دې افغانستان کې د وضعیت تر سمېدو پورې د شتون د دوام فرصت برابر کړي.
د ترکیې د ټاکنو عالي شورا د دې هېواد د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د شمېر وروستۍ پایلې په اعلان سره، رجب طیب اردوغان د دې سیالۍ بریالی اعلان کړ.
دې شورا ویلي، چې د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې، رجب طیب اردوغان د ۵۲.۱۴ سلنه رایې او کمال قلیچدارااوغلو ۴۷.۸۶ سلنه رایي ترلاسه کړې دي.