د آزادۍ جبهه: په لغمان کې مو دوه طالبان ووژل

لخوا Aamaj News

د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په دره کران کې د شادمیر په پوسته د دغې جبهې د ځواکونو په برید کې د دغې ډلې د یوه مشر په ګډون دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دا برید پرون (شنبه د سنبلې په ۲۵مه) ترسره شوی دی.

د آزادۍ جبهه زياته کړی چې په دې جګړه کې چې يو ساعت يې دوام وکړ د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو د دغې ډلې پر وړاندې د بریدونو په اړه غبرګون نه ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ