د پاکستان نیوز انټرنېشنل، راپور ورکړی؛ چې د پاکستان د انرژۍ وزارت یوه جګ پوړي چارواکي په اسلام اباد کې د ترکمنستان له چارواکو سره د وروستۍ ناستې راپور ته په اشاره ویلي؛ چې د آسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د تمویل ټولې چارې ځنډولې او دا پروژه په ټپه درېدو سره مخ ده.
په یاد راپور کې راغلي، چې د آسیا پراختیايي بانک د ټاپي لس میلیارد ډالرې پورژې تمویل درولی.
په ورته وخت کې؛ د یو پاکستاني جګ پوړي چارواکي د خبر پر بنسټ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژې تمویل چې ډېره برخه یې له افغانستانه تېرېږي، د اسیا پراختیايي بانک له لوري د اوسني حکومت د په رسمیت نه پېژندلو له امله درېدلې.
دغه رسنۍ همداراز راپور ورکړی؛ چې د آسیا پراختیايي بانک یوه ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا منلې چې د ټاپي پروژې د تمویل چارې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی او تر هغې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، پر ټاپي به کار ونه شي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د ټاپي پروژې تمویل او همغږی کوونکی د آسیا پراختیایي بانک دی.
د ټاپي د ګازو نل لیکه شااوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۵۰ کیلومتره یې افغانستانه کې تېرېږي، چې د ګاز یاد پایپ لاین له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو باندې تېرېږي.
څلور کاله وړاندې په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانېستلو پر مهال د ترکمنستان ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم په شتون کې د افغانستان تښتېدلي ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې وه؛ چې د ټاپي ګاز به د دوه کاله وروسته، مانا تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې د هرات د خلکو کورونه روښانه کړي. خو دا ژمنه پوره نه شوه او اشرف غني د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ته د طالبانو په دننه کېدو سره وتښتېد.
10 تبصرې
Thank you for great content. I look forward to the continuation.
Definitely what a great blog and instructive posts I definitely will bookmark your site.All the Best!
I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!
This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post. Watch bbc persian lıve
I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will
I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great
There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made
For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.
Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.
… [Trackback]
[…] Read More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/adb-tapi-2/ […]