طالبان: د پخواني حکومت د چارواکو، بانکي حسابونه دې پرانیستل شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو اړوند؛ نن اسیا خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو حکومت صدراعظم ملا محمد حسن آخند دویم مرستیال عبدالسلام حنفي، د هېواد مرکزي بانک سره په یو پروګرام کې؛ د تېر حکومت د هغه پخوانیو حکومتي چارواکو د بانکي حسابونو د پرانیستلو امر کړی، چې افغانستان کې دي او د طالبانو حکومت سره کار کړي.

په یاد لیک کې راغلي؛ چې د اړوند ریاست د سرپرست له تائید وروسته دې دوی ته معاشونه ورکړل شي او هغه چارواکي چې افغانستان کې دي، حسابونه دې یې پرانیستل شي، خو معاشونه معاشونه یې باید ورنه کړل شي.

همداشان په دې لیک کې زیاته شوې؛ چې د تېر حکومت هغه چارواکو حسابونه چې به هېواد بهر مېشت دي او په رسمي ډول یې خپل مسؤولیت نوي حکومت ته نه دی سپارلی، باید بند پاتې شي.

د حنفي په وینا، هغه ګډ او انفرادي حسابونه چې یو لوړپوړی چارواکی پکې برخه لري او له هېواد بهر مېشت دی، باید د برخې په بنسټ بند پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې هېواد کې قدرت ته د طالبان له رسېدو سره؛ د دوی حکومت له خصوصي بانکونو غوښتي و، چې د ټولو وزیرانو، د وزیرانو مرستیالانو، د ولسي جرګې د غړو، والیانو، مرستیال والیانو، د ولایتونو د امنیت رئیسانو، او د تېر حکومت د ولایتي شوراګانو د غړو ټول بانکي حسابونه بند کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ