عبدالله له ګراندي سره په لیدنه کې: له افغانستان سره دې بشري مرستې زیاتې شي

لخوا Aamaj News

د مصالحې عالي شورا پخواني رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله نن (سه شنبه د کب ۲۴مه) د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنر فلیپو ګراندي سره په لیدنه کې؛ له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.

عبدالله په دې لیدنه کې ټینګار کړی؛ چې اوسنیو سختو حالاتو کې باید له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې شي.

نوموړي کابل ته د فلیپو ګراندي سفر؛ د افغانستان خلکو ته د ملګرو ملتونو پاملرنې په توګه بللی.

په ورته وخت کې؛ فلیپو ګراندي افغانستان ته د خپل سفر په ترځ کې څرګنده کړې، چې د بشردوستانه وضعیت اړوند د ستونزو او دې هېواد کې د بېځایه شویوو وضعیت باندې د بحث لپاره کابل ته راغلی.

د راپورونو پر بنسټ؛ په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر ۶ میلیون کسانو ته رسېږي.

د افغانستان پخوانی حکومت د اګېسټ په ۱۵مه راوپرځېد، چې د کړکېچ زیاتېدو، بېکارۍ ډېرښت او مالي ګډوډۍ لامل شو. بل پلو د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره؛ مرستې بندې او د افغانستان مرکزي بانک ارزي زېرمې کنګل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ