د طالبانو د تقویم کمیسیون او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو د کابینې د تصویب لپاره د چمتو شوي جدول له مخې ملا محمد عمر ته د ثور په څلورمه د رخصتۍ وړاندیز شوی دی.
د کمیسیون د مهالوېش په مسوده کې راغلي: “د احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري د شهادت تلین باید په تقویم کې وساتل شي ترڅو په افغانستان کې د ملي بې باورۍ، د ټولنیزو حساسیتونو د خپریدو او امنیتي بحران مخه ونیول شي.”
له هغه وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کابینې غونډې ته په یوه وړاندیز کې احمدشاه مسعود د ملي اتل په توګه ونوماوه او د سپټمبر ۱۸مه یې د رخصتۍ په توګه وړاندیز کړه، خو تر اوسه د عبدالعلي مزاري نوم نه دی یاد شوی.
د بهرنیو چارو وزارت د مهالوېش په وړاندیز شوې مسوده کې دا هم راغلي چې د اسد ۲۴مه د افغانانو د جهاد د بریا ورځ ده. “د افغانانو د جهاد بریا، د امریکايي ځواکونو د وتلو، ناټو او د اسلامي دولت د جوړېدو” رخصتي به وي.
د اګسټ ۲۴ مه ۱۴۰۰ کال له هېواده د اشرف غني د تېښتې او د افغانستان پلازمېنې ته د طالب ځواکونو د راتګ مه ورځ ده. خو څرګنده نه ده چې د طالبانو د کابینې غونډه به په پلان کې څه بدلون راولي.
1 تبصره
Some really excellent info Sword lily I detected this.