د افغانستان آزادو ژورنالېستانو انجمن د مارچ اتمې، د نړۍ د ښځو د سوالي ورځې په مناسبت یو پروګرام کې وایي؛ چې روان کال نږدې دوه زره ښځینه خبریالانې په مطلقه بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.
د افغانستان آزادو ژورنالېستانو انجمن مرستیال، فرهاد بهروز دغه غونډه کې وایي؛ چې سږ کال او د لومړي ځل لپاره دا انجمن په داسې حال کې د مارچ اتمه نمانځي؛ چې هېواد کې د جمهوریت پرځېدو او سیاسي بدلونو په لړ کې؛ ښځینه خبریالانې او رسنیزې فعالانې له سختو کاري زیانونو سره مخ شوې دي.
بهروز زیاته کړې؛ چې د یاد انجمن شمېرې ښایي، چې روان کال کې د ۲۳۹۸ ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له ډلې ۱۹۷۰ کسانو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او په مطلقه بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.
د دغه بنسټ څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته؛ د هېواد په ولایتونو کې پر ښځینه خبریالانو ځینې بندیزونه لګېدلي او په یو شمېر ولایتونو کې له رسنیو څخه د ښځو د غږ خپرېدل منع شوي.