د مارچ اتمه؛ د بښنې نړیوال سازمان: په ټول افغانستان کې د ښځو پر حقونو پراخ او سخت بندیزونه لګول شوي

لخوا Aamaj News

د مارچ اتمې، د ښځو د یوالي نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، د بښنې نړیوال سازمان وايي؛ چې د ښځو د حقونو له سرغړونو څخه د مخنیوي لپاره باید زړور ګامونه پورته شي.

دغه سازمان د یوې بیانیې په خپرولو سره؛ په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د عمومي وضعیت ته کتنه کړې.

د افغانستان په تړاو، د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي؛ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ راپدېخوا په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ او سخت بندیزونه لګول شوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي؛ چې د بشري حقونو تر ۸۰ زرو زیاتو نړیوالو فعالانو او ملاتړو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې هغه کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د ظالمانه تېریو لپاره ځواب ویونکي کړي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ چې ښځو ته ویل شوي، چې خپل کارځای ته نشي ستنېدی او له نارینه پرته په آزاد ډول سفر نه شي کولی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي؛ چې دا سیسټم، که څه هم د تاوترخوالي په وړاندې د ښځو د خوندیتوب لپاره د پیاوړتیا ماتوونکی و، له منځه تللی.

دغه نړیوال بنسټ همداشان وایي، چې اوسنی حکومت په ټول هېواد کې د ښځو له پراخو لاريونونو سره سره، د يوې داسې ټولنې د جوړولو هڅه کوي، چې ښځې په کې د دويمې درجې وګړي ووسي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د بښنې نړیوال سازمان د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و؛ چې د ښځو حقونو ته د “اسلامي شریعت” په چوکاټ کې درناوی کړي.

اړوند لیکنې

6 تبصرې

4K TV April 13, 2024 - 8:15 am

Thanks for another great post. Where else could anybody get that type of information in such a perfect way of writing? I’ve a presentation next week, and I’m on the look for such info.

ځواب
download video twitter April 14, 2024 - 9:55 am

I have read several good stuff here. Definitely worth bookmarking for revisiting. I surprise how much effort you put to create such a wonderful informative website.

ځواب
breeze flavors April 16, 2024 - 5:28 am

Thanks for expressing your ideas. I would also like to say that video games have been actually evolving. Modern tools and innovations have assisted create reasonable and fun games. These kinds of entertainment games were not actually sensible when the actual concept was first being attempted. Just like other kinds of electronics, video games also have had to evolve by many years. This is testimony on the fast continuing development of video games.

ځواب

یو نظر پریږدئ