ګارډین: د القاعده یو شمېر چارواکي د کابل په یو ډيپلوماټ مېشته سیمه کې اوسي

لخوا Aamaj News

ملګرو ملتونو په یو راپور کې د طالبانو او القاعدې له اړیکو او افغانستان کې د یادې شبکې له پټنځایونو اندېښنه ښودلې.

ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو له راپور څخه په نقل قول لیکلي؛ چې د القاعدې یو شمېر چارواکي د کابل ډیپلوماټ مېشته سیمه کې ژوند کوي.

یادې ورځپاڼې همداشان زیاته کړې؛ چې ښایي د القاعدې چارواکي د طالبانو بهرنیو چارو وزارت غونډو ته لاسرسی ولري.

په راپور کې راغلي؛ چې د القاعدې له لوري په اوږد مهاله او لنډ مهاله کې د نړیوال ترورېزم په لار اچولو د مخنوي لپاره د طالبانو ژمنه نامالومه ده.

د ملګرو ملاونو راپور کې راغلي؛ چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عمل آزادي لري او کولی شي چې په راتلونکو کالونو کې له لرې ځای څخه بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو په څو ځلې له القاعدې سره هر ډول اړیکې درلودل رد کړې.

طالب چارواکو ویلي؛ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد په وړاندې ګټه نه اخیستل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ