د طالبانو تر اداره لاندې باختر دولتي خبري آژانس د پنجشېر له سیمهییزو چارواکو څخه په نقل، د یاد ولایت عنابه ولسوالۍ په آرزو دره کې د خپلو څلوېښت جنګیالیو د ژوندي نیول کېدو خبر رد کړ.
طالبانو په دې ولایت کې د خپلو څلوېښت تنه جنګیالیو د ژوندي نیول کېدو خبر «بې بنسټه» بللی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (دوشنبه د زمري ۲۴مه) د مقاومت جبهې د طالبانو ژوندي نیولو د انځورونو په خپرولو سره وویل، چې د یادې جبهې ځانګړو ځواکونو د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې ۵ طالبان وژلي او څلوېښت نور یې ژوندي نیولي.