طالبانو له امر بالمعروف وزارت څخه د لوړو زدکړو وزارت ته یو استازی ټاکلی

لخوا Aamaj News

په هغه اعلامیه کې چې د کابل ولایت د پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې له ادارې څخه آماج ته رسېدلې، راغلې؛ چې یو دین عالمان په لوړو زدکړو وزارت کې د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت د استازي په توګه ټاکل شوی.

د یادې اعلامیې پر بنسټ، ښایي هره سه شنبه شپه د شپې له (۸:۰۰ الي ۸:۳۰) پورې د یادې لیلیې ټولو زدکړیالانو ته دیني لارښوونې او درسونه ورکړل شي.

له دې وړاندې په هغه مکتوب کې چې د کابل پوهنتون رهبرۍ شورا څخه د آماج لاس ته رسېدلی و، داسې برېښېده، چې د یاد پوهنتون د رهبرۍ شورا د ښځینه زدکړیالانو د جامو اړ “حجاب” څخه ناخوښ دي.

یو شمېر زدکړیالانو د پوهنتونونو وروستیو پرېکړو په تړاو غبرګونونه ښودلي او وایي: “طالبان له خپلو مقرراتو سره داسې څرګندوي چې له دې وړاندې دلته ټول کُفر و، هغه حکومت چې خلیفه یې د قرآن کریم آیت غلط لولوي، موږ ته به څه دیني درس راکړي؟”

د دې ټولو سربېره؛ دولتي پوهنتونونه د شااوخواو اوو میاشتو وروسته د زدکړیالانو پر مخ پرانیستل شوي، خو زدکړیالان د استادانو او علمي کدرونو له کمښت څخه هم شکایت کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ