د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند؛ سعید خوستی وایي چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت سرپرست؛ سراج الدین حقاني د ځانوژونکو له وارثانو سره چې طالبان یې “استشهادي” بولي، په انټرکانټیننټال هوټل کې لیدلي او له دوی سره د زړه خواله کړي. حقاني په یاده نسته کې ویلي چې د ځانوژونکو د “قربانیو او شهیدانو” قدرداني کوي او دوی د اسلام او وطن اتلان دي.
په هغه انځورونو کې چې د خوستي لخوا خپاره شوي؛ د حقانې څېهره نه لیدل کېږي. نوموړی د امریکا متحده ایلاتو د “اف بې آی” تر څار لاندې دی.