د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې کابل اوبو د مدیریت پروژه پرانیستل شوه. د نوموړي په وینا د دوې پروژې له پرانیستلو سره به د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزه حل شي. مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا پروژه کې به ۴۰ زره کسانو ته د کار لارې چارې برابرې شي.
د کابل اوبو مدیریت پروژې پرانیستنه کې چې تېره ورځ په لار اچولې شوې وه د کرهنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد وویل چې د دې وزارت استراتيژیکو ذخیرو کې ۶۶ زره ټنه غنم شتون لري.
د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس حمدالله نعماني وویل د کابل خلکو لپاره د کاري لارو چارو برابرول د وزګارتیا او فقر کې مرسته کوي. همداشان په یاد پروګرام کې د ابو او انرژۍ وزارت استازي ډاډ ورکړ چې د نابشپړ شوو بندونو او کانالونو چارې به ژر بشپړې شي.