د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول عليمیثم نظري اندېښنه ښودلې چې طالب تروریستي ډله د افغانستان په شمال کې پاکستاني طالبان ځای پر ځای کوي.
ښاغلي نظري په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د طالبانو دا کړنه به د دوی سقوط ګړندی کړي او په افغانستان او سیمه کې به ټولنیز او سیاسي بې ثباتي زیاته کړي.
هغه زیاته کړی: «افغانان به د بهرنیو ترهګرو هر ډول هڅه په کلکه رد کړي چې زموږ پر خاوره تېری وکړي، زموږ هویت، کرامت او ازادۍ ته زیان ورسوي او یا ترهګري او افراطیت تحمیل کړي.»
د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول زیاته کړی: موږ په ۲۰۲۳ کال کې ژوند کوو او زموږ ټولنه او واقعیتونه د ۱۹۲۳ کال له واقعیتونو څخه ډېر پرمختګ کړی دی.
ښاغلي نظري زیاته کړی: «موږ به د هرې هغې هڅې په وړاندې مقاومت وکړو چې موږ تیاره دور ته راګرځوی.»
باید وویل شي، چې د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو تحریک ځای پر ځای کول له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
خو د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد ويلي، چې دغه ډله د ډيورنډ له کرښې هغه کډوال چې د پاکستان لپاره ګواښ بلل کېږي، نورو ولايتونو ته لېږدوي.مجاهد زیاته کړی ده: «موږ یوازې هغه پاکستاني کډوال ځای په ځای کوو چې د پاکستان او افغانستان له سرحدي سیمو څخه دي.»