د مزار قول اردو قومندان: د طالبانو مخالفین پر طالبانو د هر لاسي بم غورځولو لپاره خلکو ته زر ډالره ورکوي

لخوا Aamaj News

د مزارشریف د قول اردو قومندان، عطالله عمري وایي؛ اوس د هېواد شمال خوا په هېڅ سیمه کې داعش شتون نه لري خو په تېر وخت کې و؛ چې اوس د طالبانو لخوا له منځه وړل شوي. 

د عمري په وینا؛ د اوس لپاره یوازې ځينې د چاودنو ستونزې شته، خو دا چاودنې یوازې د داعش په نوم ترسره کېږي او د دغه چاودنو ترسره کوونکي د طالبانو پخواني مخالفین دي. 

د مزارشریف قول اردو قومندان زیاته کړې؛ چې د طالبانو پخواني مخالفینو خلکو ته پیسې ورکړې دی او نن سبا دا چاودنې ترسره کوي. 

نوموړی وایي؛ د طالبانو د مخالفینو لخوا حتا پر طالبانو د یو لاسي بم اچول لپاره خلکو ته زر ډالره ورکول کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ