د طالبانو هيئت له توماس وسټ سره په لیدنه کې: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې بې له کوم قید او شرط څخه آزادې شې

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ، امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو هیئت، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وسټ او ورسره هیئت سره ولیدل.

د بهرنیو چارو زوارت ویاند، عبدالقهار بلخي وایي چې یاده دوه ورځنۍ ناسته کې، دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، بشري، روغتیایي، پوهنیزو، امنیتي او د مرستو رسولو په مسایلو او د اړتیا وړ بانکي او نقدي تسهلاتو باندې خبرې اترې کړې دي.

د بلخي په وینا؛ د طالبانو هیئت امریکایي لوري ته له امنیت څخه ډاډ ورکړی او له دوی یې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې، بې له کوم قید او شرط څخه آزادې شي.
د تور نوملړ او بندیزونه دې پای ومومي او سیاسي مسايل دې له بشري مسایلو بېل شي.

طالبانو یادې ناستې ګټورې بللې دي او زیاتوي؛ چې دواړو لورو هوکړه کړې تر څو راتلونکي کې هم ورته ناستو ته دوام ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ