د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د لوی درستیز جنرال کینت مککنزي هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې داعش په افغانستان کې نوي جنګیالي استخداموي.
خلیل همراز؛ د طالبانو د استخباراتو ویاند پر ټویټر لیکلي چې دا د «استخباراتي پروپاګند» او د داعش لپاره د کمپاین یوه برخه ده.
د استخباراتو ریاست زیاته کړه: “داعش د اشغالګرو یوه استخباراتي پروژه وه، چې د اشغال په پای ته رسیدو سره په بشپړه توګه له منځه لاړه او اوس دغه فتنې د هیواد په هیڅ ځای کې فزیکي شتون نه لري.”
د طالبانو استخباراتو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې داعش نور په افغانستان کې د اندېښنې وړ نه دی.
جنرال کینټ مک کنزي ویلي دي چې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د داعش بریدونه زیات شي.
ښاغلي مککنزي زیاته کړه، “د راتلونکي هجري لمریز کال په دوبي کې به داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.”
هغه وویل چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش د ځپلو په هڅو کې پاتې راغلی دی.