د روغتیا نړیوال سازمان رئیس، تدروس آدهانوم تېره ورځ د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد سره په جنیوا کې لیدلي او په افغانستان کې یې د “کړکېچن روغیتایي او انساني ناورین” په اړه خبرې کړې دي.
آدهانوم د افغانستان روغتیایي وضعیت “ترینګلی” بللی.
د روغتیا نړیوال سازمان رئیس وویل: “لا هم په افغانستان کې روغتیایي وضعیت ترینګلی دی او سخت انساني ناورین هم د انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي.”
په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیایي اړتیاوو، د سیستم تقویت، اظطراري چمتوالي او د روغتیایي کاري نیرو په زدکړو چې ښځې پکې محوري رول لري، خبرې وکړې.
ادهانوم ټينګار کړی، چې د کوویډ-۱۹ او په ځانګړي ډول د اومیکرون بڼې پېژندلو لپاره د پېژندې وسایلو وړاندې کولو لپاره په افغانستان کې جدي اړتیا ده؛ ځکه پېښې د ډېرېدو په حال کې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان خلکو په روغتیا او سوکالۍ کې ښه والی رمنځته شي.
له دې وړاندې د تېر میلادي کال په سپټامبر میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان رئیس کابل ته سفر کړ و او له حکومتي چارواکو سره یې لیدلي و.
دا په داسې حال کې ده، د طالبان دفاع وزارت د تصفیې کمیسیون د رئیس لطیفالله حکیمي په ریاست د طالبانو یو هیئت د “جینوا غږ” بنسټ په بلنه په سویس کې دي.